فاریاب کې د ۳۵۰۰ جلده درسي کتابونو له پلورل کېدو څخه مخنیوی وشو 

فاریاب کې د ۳۵۰۰ جلده درسي کتابونو له پلورل کېدو څخه مخنیوی وشو 

د فاریاب ولایت د استیناف څارنوالۍ د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست په مرسته په دې ولایت کې د ۳۵۰۰ جلده درسي کتابونو له پلورلو څخه مخنیوی کړی دی.

د فاریاب ولایت د استیناف څارنوالۍ رئیس احمد فرید غوري د دغه مطلب د پخلي ترڅنګ وویل چې هغوی دا کتابونه چې د ښوونځي د لومړنۍ دورې اړوند دي تېره د دغه ولایت مرکز میمنه ښار کې د قرطاسیې له یوې هټۍ څخه ترلاسه کړل او په تړاو یې هټۍ وال او اړوند کس هم د دوی له لوري نیول شوي دي.

فاریاب ولایت کې د دغه شمېر درسي کتابونو له پلورلو څخه په داسې حال کې مخنیوی کیږي چې یو شمېر زده کوونکي په دې ولایت کې د ښوونځي د اړتیا وړ کتابونه له ښار څخه اخلي او یو شمېر نور هم په خپلو ښوونځیو کې د درسي کتابونو له نشتون څخه سر تکوي.

 

 

خبریال : احمد جاوید بیدار 

خواندن 67 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ