فاریاب ولایت ته د یو لوړپوړي دولتي پلاوي سفر 

فاریاب ولایت ته د یو لوړپوړي دولتي پلاوي سفر 

د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد شریف یفتلي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین  مراد علي مراد او د هېواد د ملي امنیت عمومي ریاست ولایتي مرستیال عبادالله عباد د جمهوري ریاست د امر پر بنسټ د یو پلاوي په جوړښت سره تېره ورځ فاریاب ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره یې ولیدل.

د فاریاب والي محمد همایون فوزي تېره ورځ مازدیګر مهال په یوه خبري غونډه کې، فاریاب ولایت ته د نوموړي پلاوي د سفر موخه د دغه ولایت عمومي وضعیت څیړنه او د دغه ولایت څخه د مرکزي دولت ملاتړ په ګوته کړ.

ښاغلي فوزي زیاته کړه چې له راغلي پلاوي سره یې، د فاریاب ولایت د شته ستونزو په اړه هم خبرې کړې دي.

د فاریاب والي وویل چې د راغل شوي پلاوي غړو د دغه ولایت د شته ستوزو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته، د فاریاب ولایت سیمه ییزو چارواکو ته ډاډ ورکړ چې وړاندیزونه به یې په مرکز کې له اړوندو چارواکو سره شریک کړي څو مرکزي حکومت په دې برخه کې ګټور ګامونه پورته کړي.

محمد همایون، د فاریاب ـ هرات د لویې لارې د امنیت ټینګښت، والیانو او ولسوالانو ته د نورو واکونو ورکول، له فاریاب څخه د ریل پټلۍ تېریدل او دې ولایت د نورو تازه دمو سرتیرو رسېدل هغه څه یاد کړل چې راغل شوي پلاوي د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره ژمنه کړې ده.

 

 

خبریال: محمد جاوید بیدار 

خواندن 50 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ