فاریاب کې ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

فاریاب کې ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د ۱۷ وسله والو طالبانو له مرګ ژوبلې څخه خبر ورکوي.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند دوهم څارن عبدالکریم یورش نن سهار شمال بیان ته وویل، چې د جمعې په ورځ د ملي اردو یو شمېر ځانګړو ځواکونو د شیرین تګاب ولسوالۍ په فیض آباد دښته سیمه کې د وسله والو طالبانو له یو کمین سره مخ شول چې په پایله کې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور یې هم ټپیان شوي دي.

ښاغلي یورش زیاته کړه چې د وسله والو طالبانو مړي، وسلې او څلور موټر سایکلونه د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

نوموړي همداشان وویل چې تېره شپه هم وسله والو طالبانو څلور ځله د دې ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ پر مرکز برېدونه کړي، چې برېدونه یې بیا د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره او د ۳ تنو په وژل کېدو او ۴ نورو په ټپیانېدو سره له سیمې څخه شاتګ ته اړ شوي دي.

د ښاغلي یورش په وینا دا نښته د شپې له لسو څخه د سهار تر څلورو بجو دوام درلود.

هغه همداشان وویل چې په دې نښتو کې امنیتي ځواکونو ته هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ټولې سیمې د امنیتي ځواکونو تر کنترول لاندې دي.

 

خبریال: احمدجاوید بیدار 

 

خواندن 17 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ