جنرال غیب الله د فاریاب د نوي امنیې قوماندان په توګه وټاکل شو 

جنرال غیب الله د فاریاب د نوي امنیې قوماندان په توګه وټاکل شو 

د فاریاب نوی امنیې قوماندان وایي، د قانوني او مسلکي پولیسو جوړول، د پولیسو په چارو کې روڼتوب او د دې ولایت په ښار او نورو اړوندو سیمو کې د ټیکاو او نظم رامنځته کول یې کاري لومړیتوبه دي.

جنرال غیب الله د کورنیو چارو وزارت د فرمان او د جمهوري ریاست مقام منظورۍ پر بنسټ تېره ورځ د فاریاب ولایت د والي نقیب الله فایق له لوري د دې ولایت د امنیې قوماندان په توګه د دې ولایت سیمه ییزو چارواکو ته ور وپیژندل شو.

د فاریاب والي نقیب الله فایق، هیله څرګنده کړه چې د نوي امنیې قوماندان ټاکلو سره به د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ په څوکاټ کې امنیتي تشه ډکه شي او په دې ولایت کې به نظم او ټیکاو رامنځته شي.

په همدې حال کې د دې ولایت یو شمېر سیمه ییزو چارواکو د نوي امنیې قوماندان سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

مخکې له دې پاسوال نبي جان ملاخېل د دې ولایت امنیې قوماندان وو.

داپه داسې حال کې ده چې د فاریاب نوی قوماندان مخکې له دې د ملي امنیت د صفر یو قطعې قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.

 

خبریال: احمد جاوېد بیدار 

 

خواندن 76 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ