په فاریاب کې یو ماشوم د برمته کوونکو له منګولو څخه را خوشي شو 

په فاریاب کې یو ماشوم د برمته کوونکو له منګولو څخه را خوشي شو  مطلب ویژه

د فاریاب امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د برمته کوونکو له منګولو څخه د یو ماشوم له خوشي کېدو څخه خبر ورکوي.

د فاریاب امنیه قوماندان، جنرال غیب الله سادات وایي تېره یکشنې شاوخوا غرمه مهال د میمنې ښار د عرب خانه سیمې اوسېدونکو او څلور کلن ماشوم کورنۍ د دې ولایت پولیسو ته د خبرتیا سره دو تنو برمته کوونکو چې غوښتل نوموړی ماشوم برمته کړي د پولیسو له لوري ونیول شول او ماشوم بېرته خپلې کورنۍ ته تسلیم شو.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم یو برمته کوونکي چې غوښتل د ښوونځي یو شاګرد برمته کړي د دې ولایت د پولیسو تر پېژندنې وروسته ونیول شو.

 

خبریال: احمد جاوېد بېدار 

 

خواندن 1 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ