جوزجان کې د اوبو رسونې د ۱۵ پروژو چارې پیل شوې 

جوزجان کې د اوبو رسونې د ۱۵ پروژو چارې پیل شوې 

نن د جوزجان ولایت په مرکز او ۳ ولسوالیو کې د اوبو رسونې د ۱۵ پروژو چارې پیل شوې.

د جوزجان د کلیو د پراختیا ریاست د انجنیرۍ د خدماتو مدیر امین الله شمال بیان ته وویل چې د اوبو رسونې په دې ۱۵ پروژو کې د کړۍ نیمه ژورو څاګانو کېندل، او د اوبو د ۶ زیرمو جوړول شامل دي، چې د شبرغان ښار د کلیو د پراختیا ریاست د ۳۸ میلیون افغانۍ په لګښت په آقچه، فیض آباد او خانقاه ولسوالۍ کې پلي کیږي.

امین الله زیاته کړه چې د دغه پروژو چارې تر راتلوونکو ۶ میاشتو پورې بشپړې او ۴۰۰۰ کورنۍ یې له اسانتیاوو څخه ګټه پورته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د مسوولانو په وینا، اوس مهال د جوزجان ولایت ۸۰ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.

 

 

خبریاله : فریده امیني 

خواندن 14 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ