جوزجان کې ۷ تنه وسله‌وال مخالفین وژل شوي

جوزجان کې ۷ تنه وسله‌وال مخالفین وژل شوي

په جوزجان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ  نښته کې ۷ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د جوزجان والي ویاند محمد رضا غفوري شمال بیان ته وویل چې وسله والو تېره شپه د دې ولایت فیض‌آباد ولسوالۍ پر حیدرآباد کلي، وسله‌وال برید ترسره کړل چې د امنیتی ځواکونو له سخت غبرگون سره مخ شول.

غفوري زیاته کړه چې په دغه نښته کې د طالبانو د ډلې د یوه مهم غړي په ګدون ۲ طالبان وژل شوي او ۵ تنه نوريي ټپيان شوي دي.

د جوزجان والي ویاند وویل چې په دغو نښتوکې امنیتي ځواکونوته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د سيمې وضعیت بېرته خپل عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

 

خبریاله: فریده امینی

خواندن 22 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ