د جوزجان په امنیتي وضعیت کې بدلون رامنځته شوی 

د جوزجان په امنیتي وضعیت کې بدلون رامنځته شوی 

د جوزجان ولایت ادارې ویاند د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د امنیت له ښه کېدو څخه خبر ورکوي.

محمد رضا غفوري شمال بیان ته وویل چې له ۳ میاشتو مخکې په پرتله اوس مهال د آقچې ولسوالۍ په پنځه ګونو، خماب، قرقین، او خواجه دوکوه ولسوالیو کې امنیت ښه شوی او د درزاب او قوش تپه ولسوالیو د امنیت د ټینګښت په برخه کې هم ښه والی د رامنځته کېدو په حال کې دی.

هغه په دې ولسوالیو کې د امنیت ښه کېدو لامل د امنیت د ټینګښت په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو هڅې په ګوته کړې، زیاته کړه چې یو شمېر کورنۍ چې د آقچې پنځه ګونو ولسوالیو څخه د نا امنیو له امله بې ځایه شوې وې او د شبرغان ښار شاوخوا سیمو ته راکډه شوې وې بېرته خپلو کورونو ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي غفوري په دې ولایت کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري اغېزناکه وبلله او له خلکو څخه غواړي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره خپل ملاتړ ته همداشان دوام ورکړي.

 

خبریاله : فریده امیني 

خواندن 25 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ