جوزجان کې د مهرورزۍ جشن ترسره شو 

جوزجان کې د مهرورزۍ جشن ترسره شو 

 

د افغانستان د مدني ټولنې ملي مجمعې، نن په جوزجان ولایت کې د ۱۲۰ تنو ماشومانو په ګډون چې ټول په سړکونو باندې درانه کارونه کوي د مهرورزۍ جشن ترسره کړ.

په جوزجان کې د مدني ټولنې ملي مجمعې مسوول محمد رسول سادات شمال بیان ته وویل، د دغه جشن څخه یې د لمانځنې موخه، له هغو ماشومانو څخه چې د ورځې لخوا په سړکونو درانه کارونه کوي ملاتړ په ګوته کړ.

د ښاغلي سادات په وینا، هغوی د دغه جشن په ترسره کولو سره، نوموړو ماشومانو ته د تفریح زمینه برابره او هغه تحفې چې ورته په پام کې نیولې وې پر هغوی ووېشل شوې.

سادات وایي چې هغوی په دې هڅه کې دي څو د موسسو او له ماشومانو څخه د ملاتړو دفترونو په همکارۍ سره د سړک پر سر ماشومانو ته د بیا توانمندۍ مرکز جوړ کړي او یو شمېر په دې مرکز کې تر زونې لاندې نیسي.

 

خبریاله: فریده امیني 

 

خواندن 41 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ