وسله والو مخالفینو په جوزجان کې د یوه ماشوم سر پرې کړی  

وسله والو مخالفینو په جوزجان کې د یوه ماشوم سر پرې کړی  

د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ په مغل کلي کې وسله والو مخالفینو د یوه ۱۱ کلن ماشوم سر پرې کړی دی.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري شمال بیان ته وویل، د دولت ضد وسله والو مخالفینو، دا ماشومام شاوخوا یوه میاشت مخکې په دې پلمه چې خپلوان یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې لري او هغه امنیتي پوستو ته اکمالات برابرول، نیولی وو چې په پایله کې، نن سهار یې له یوې صحرایي محکمې څخه وروسته سر ورڅخه پرې کړ.

شاوخوا درې میاشتې مخکې هم د دولت ضد وسله والو مخالفینو په همدې ولسوالۍ د یو تعویذ لیکونکی ملا سر پرې کړ چې هغې ملا خلکو تعویذونه ورکول.

دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي غفوري په وینا، تېره ورځ هم پولیسو د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د پسته مزار کلي لویې لارې په اوږدو کې مازدګر مهال یو کړۍ ماین چې په یو لس کیلویي بوشکه کې ځای پرځای شوی کشف او شنډ کړی دی.

 

خبریال: فریده امیني 

 

 

خواندن 5 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ