جوزجان کې ۱۰ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي  

جوزجان کې ۱۰ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي  

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ په دینار کلي کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ د نښتې له امله ۱۰ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمنوال عبدالحفیظ خاشي شمال بیان ته وویل، چې وسله والو مخالفین نن سهار ۴ بجې د دینار کلي پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې ۱۰ تنه وسله وال مخالفین ووژل شول.

ښاغلي خاشي همداشان زیاته کړه چې جګړه تراوسه هم دوام لري او پر دې هڅه کې څو سیمې ته تازه دمي سرتېري او پوځي تجهیزات واستوي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو مخالفینو د یکشنبې په شپه هم د قرقین ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي وو چې وروسته بیا د امنیتي ځواکونو د کلک غبرګون په پایله کې ۷ تنه وسله وال وژل شوي وو او ۳ تنه نور یې هم ټپیان شوي وو.

 

خبریاله: فریده امیني 

 

خواندن 55 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ