جوزجان کې ۶ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې 

جوزجان کې ۶ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې 

تېره شپه د دولت ضد وسله والو مخالفینو د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ پر امنیتي پوستو ډله ییز بريدونه ترسره کړي چې په پایله کې یې وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د جوزجان ولایت امنیې قوماندان مل پاسوال فقیرمحمد جوزجانی وایي، چې د دولت ضد وسله والو مخالفینو تېره شپه د فیض آباد ولسوالۍ د کرجګ او شیشه خانه ترکمنیه کلیو پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه ترسره کړي چې د درې ساعته جګړې په پایله کې درې تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او درې تنه نور یې هم ټپیان شوي دي.

ښاغلي جوزجاني وایي چې وسله والو مخالفینو د درې میاشتو راپدېخوا پر فیض آباد ولسوالۍ د برید او همداشان د شبرغان ـ بلخ لویې لارې امنیت د ګډوډلو هوډ درلود چې هر ځلي د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ او له ماتې سره مخ شوي دي.

د جوزجان امنیې قوماندان په داسې چې د امنیتي ځواکونو د توانمندۍ څخه د دې ولایت خلکو ته ډاډ ورکوي، وایي چې که د دې ولایت خلک له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي وسله وال مخالفین د دې ولایت د هیڅ یوې سیمې د نیولو توان ولري.

 

خبریاله: فریده امیني نظري 

 

خواندن 100 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ