جوزجان کې ۳۴ وسله وال وژل شوي 

جوزجان کې ۳۴ وسله وال وژل شوي  مطلب ویژه

د جوزجان امنیې قوماندان د دولت ضد وسله والو مخالفینو څخه د فیض آباد ولسوالۍ د ۸ کلیو له نیول کېدو څخه چې یوه اونۍ مخکې وسله والو مخالفینو تر خپل کنترول لاندې راوستي وو خبر ورکوي.

د جوزجان امنیې قوماندان فقیر محمد جوزجاني شمال بیان ته وویل، چې د بلخ او جوزجان ولایتونو د ګډو امنیتي ځواکونو د چانيزو عملیاتو په لړ کې د رشید ترکمن په نامه د وسله والو مخالفینو د یو ډلمشر په ګډون ۳۴ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او له لسو څخه ډېر ټپیان شوي دي.

د دې ولایت امنیتي چارواکي وایي چې دا عملیات به تر هغې په دې ولسوالۍ کې دوام ولري څو چې وسله وال مخالفین په بشپړ ډول له دې سیمو څخه چڼ شوي نه وي.

 

خبریاله: فریده امیني نظري

 

خواندن 11 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ