د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د جوزجان ولایت په آقچه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور یې هم ټپیان شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمدحنیف رضایی وایي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د آقچې ولسوالۍ د بالا حصار سیمې پر امنیتې پوستې خپل ډله ییز بریدونه کړي چې وروسته بیا د افغان امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ او له سیمې څخه تښتېدلي دي.

د ښاغلي رضایي په وینا په دې نښته کې افغان امنیتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې او اوس مهال وضعیت په سیمه کې ښه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په شپه هم وسله والو طالبانو د آقچې ولسوالۍ د کول بقل سیمې پر امنیتي پوستې ډله ییز برید ترسره کړی وو چې پای کې ۵ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۷ تنه نور یې هم ټپیان شول.

 

خبریاله: فریده امیني نظري   

 

خواندن 17 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)
محتوای بیشتر در این بخش: « جوزجان کې ۳۴ وسله وال وژل شوي 

مونږ سره یو ځای شئ