په جوزجان کې د استنادي دېوالونو د جوړولو ۲۲ پروژو چارې پیل شوې 

په جوزجان کې د استنادي دېوالونو د جوړولو ۲۲ پروژو چارې پیل شوې 

په جوزجان کې د دې ولایت د سیندونو ادارې د ۴۶ میلیونه افغانۍ په لګښت تېره ورځ د ۲۲ استنادي دېوالونو جوړولو پروژو چارې پیل شوې.

د جوزجان والي مولوي لطف الله عزیزي وايي چې دا پروژې د شبرغان ښار په ګډون په قرقین، خماب، فیض آباد او خواجه دوکوه ولسوالیو کې پلې کېږي.

د نوموړي په وینا، د دې پروژو د چارو له پیلېدو سره به ۱۱۰۰ تنو ته په مستقیم او ۳۰۰۰ تنو ته په غیرمستقیمه توګه کاري بوختیاوې پیدا شي.

په همدې حال کې د جوزجان ولایت د یو شمېر زیانمنو شویو سیمو اوسېدونکي د دې پروژ له پیل څخه خوښي څرګندوي او وایي چې هرکال سلګونه کورنۍ د سیلابونو راوتلو او ورښتو له امله زیانمن کېږي او خپل کورونه له لاسه ورکوي.

د جوزجان د سیمه ییزو چارواکو په وینا د دې پروژو د چارو له پیلېدو سره به د هغوی ۸۰ سلنه ستونزې حل شي.

د جوزجان ولایت د سیندونو حوزې رئیس وایي، چې دا لومړی ځل دی چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د استنادي دېوالونو ۲۲ پروژې په دې ولایت کې پلې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال سلګونه کورنۍ د سیلابونو راوتلو له امله خپل کورونه له لاسه ورکول.

 

خبریاله : فریده امیني نظري 

 

خواندن 18 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ