په جوزجان کې ۱۳ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

په جوزجان کې ۱۳ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

په جوزجان ولایت کې د درېو جلا پېښو په لړ کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور یې هم ټپیان شوي دي.

د جوزجان والي ویاند فریدون انیق وایي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو په داسې حال کې د امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه چې غوښتل یې د دې ولایت د قوش تپې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو برېدونه وکړي چې بیا وروسته د افغان امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ او له سیمې څخه په شا شول.

د نوموړي په وینا، په دې جګړه کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور یې هم ژوبل شوي دي.

ښاغلی انیق همداشان زیاتوي په یوه بله پېښه کې د دې ولایت په اقچې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو خپل منځي نښته کړې چې په پایله کې یې دوه تنه طالبان ټپیان شوي او درېمه پېښه کې وسله والو طالبانو غوښتل د فیض اباد ولسوالۍ په امنیتي پوستو د برېد وکړي چې د افغان امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ او د مرګ ژوبلې په اوښتو سره  له سیمې څخه په شا شوي دي.

د دې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا د دې نښتو په پایله کې د پاڅون کوونکو ځواکونو دری تنه سرتېری هم ټپیان شوي دي.

 

خبریاله: فریده امیني نظري 

 

خواندن 49 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ