آقچه ولسوالۍ کې  ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي

آقچه ولسوالۍ کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي

د جوزجان په آقچه ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۱۸ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مرستیال برید جنرال عبدالدیان اندرابي نن سهار شمال بیان ته وویل له تېرماښام نه را په دېخوا په آقچه ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې سربېره پر دې چې د دولت ضد وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، د نوموړې ولسوالۍ ۹ کلي هم د دولت ضد وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې شوي دي.
عبدالدیان زیاته کړه چې اوسمهال دغه عملیات د آقچې ولسوالۍ په (بیش کپه) کلي کې روان دي.
د یادولو وړ ده چې دا عملیات د جمعې د ورځې په سهار د جوزجان ولایت په آقچې ولسوالۍ کې پیل شوي دي.

 


خبریاله: فریده امیني

خواندن 101 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ