د کندز پولیسو یو وسله وال طالب نیولی دی 

د کندز پولیسو یو وسله وال طالب نیولی دی 

د کندز پولیسو تېره ورځ یو وسله وال طالب چې غوښتل یې له کندز څخه وتښتي ونیولو.

د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني وایي، دغه طالب چې غوښتل یې د کندز ولایت د درېمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د پولیسو له پلټونکې پوستې څخه تېر شي تر پيژندلو وروسته ونیول شو.

د رحماني په وینا نیول شوي کس دا خبره تائید کړې ده چې هغه مخکې له دې د ملا شفیق الله په نوم د وسله والو طالبانو له قوماندان سره یو ځای د دولت پر ضد جګړه ییزو فعالیتونو کې لاس درلود، خو وروسته له دې چې له نوموړي سره سم چلند نه کیږي، له دې ډلې څخه جلا کیږي او تېښتې ته مخه کوي.

ملا شفیق په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له هغه ډلمشرانو څخه دی چې د دولت پر ضد چرکي عملیاتونه په لاره اچوي.

 

 

خبریال : عنایت‌الله خلیق

خواندن 52 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ