کندز کې ۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

کندز کې ۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د کندز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د افغان هوایي ځواکونو د بریدونو په پایله کې، یو وسله وال طالب وژل شوي او ۲ تنه نور یې هم ټپیان شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د عامه چارو قوماندانۍ آمریت نن سهار د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دې وسله والو مخالفینو ته د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کندز ولایت قلعه زال ولسوالۍ په صالح آباد او تربوز ګذر کلیو کې د MD530 پوځي الوتکي په برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې همداشان راغلي چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو عراده کرولا ډوله موټر او ۲ عرادې موټر سایکلونه هم لمنځه وړل شوي دي.

 

خبریال : عنایت‌الله خلیق

خواندن 3 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ