د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې امنیت پراختیایي پروژې ته لار هواره کړې 

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې امنیت پراختیایي پروژې ته لار هواره کړې 

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنیت له ښه کېدو سره، په دې ولسوالیو کې د بیارغونې او رغونې پروژې مخ په غوړیدو دي.

د دغه ولسوالۍ ولسوال محبوب سعیدي د دغه مطلب په څرګندولو سره شمال بیان ته وویل چې، د وسله والو طالبانو له شتون څخه د نوموړو سیمو له چنیدو وروسته، د بیارغونې او پراختیایي پروژو د پلي کېدو زمینه برابره شوې ده او په دې برخه کې کار هم کړی دی.

د هغه په وینا، اوس مهال مهمې پروژې لکه د ترکمن، قیام، جنګل صوفه وکنم کانالونو، ورته بلاقي ښوونځي ودانۍ، DDA ټولنیزې شورا مرکز ودانۍ او لسګونو نورو پروژ چارې روانې دي چې په بشپړیدو سره به یې د دغه ولسوالۍ اوسېدوونکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

په همدې حال کې د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدوونکي په دې ولسوالۍ کې د امنیت له ښه کېدو او پراختیایي پروژو له پلي کېدو څخه خوښي څرګندوي له حکومت څخه غواړي چې د دغه وضعیت پراخیدو ته نورې هڅې هم وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سږکال په نوموړې ولسوالۍ کې ګڼ چاڼیز عملیات په لاره اچول شوي دي او ګن شمېر سیمې هم د دولت ضد وسله والو مخالفینو له شتون څخه چڼ شوي دي.

 

خبریال : عنایت‌الله خلیق

خواندن 42 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ