د دولت ضد وسله والو مخالفینو د جګړو په وړاندې د کندز د ځوانانو او مدني فعالانو اعتراض

 د دولت ضد وسله والو مخالفینو د جګړو په وړاندې د کندز د ځوانانو او مدني فعالانو اعتراض

د کندز ولایت لسګونو اوسېدونکو د دولت ضد وسله والو مخالفینو د نا خوالو او جګړو په وړاندې اعتراض وکړ او د سولې غږ یې پورته کړ.

په داسې حال کې چې وسله والو طالبانود « خندق» په نامه د خپلو پسرلنیو عملیاتو اعلان کړی دی، د کندز ولایت اوسېدونکو د ځوانانو، مدني فعالانو او قومې مشرانو د وسله والو طالبانو د جګړې دا اعلان د افغانستان د خلکو د هيلو سره په ټکر کې یاد کړ او خپل سوله غوښتونکي خوځښت ته یې دوام روکړ.

اعتراض کوونکو، د جګړې د دوام په وړاندې خپل مخالفت څرګند کړی وایي چې د افغانستان د خلکو غوښتنه سوله ده.

هغوی له یوې میاشتې راهیسې د کندز ولایت مرکز کې د تحصن خیمه درولې ده، په دې موده کې یې تل د دولت ضد وسله والو مخالفینو په ځانګړي ډول له وسله والو طالبانو څخه غوښتي چې د افغانستان د سولې بلنې ته ځواب ووایي او له جګړې څخه لاس واخلي.

 

خبریال: عنایت‎‎الله خلیق

 

 

خواندن 46 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ