د کندز ولایت پر دشت ارچې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د سرې قطعې برید له ماتې سره مخ شو 

د کندز ولایت پر دشت ارچې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د سرې قطعې برید له ماتې سره مخ شو 

د کندز پر دشت ارچي ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ییز برید له ماتې سره مخ او په پایله کې یې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پامیر۲۰ مې فرقې مطبوعاتي څانګې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وېلي دي چې دا برد د وسله والو طالبانو د سرې قطعې له لوري، د دې ولسوالۍ د بازار او امنیتي پوستو د پرځېدو په موخه په لاره اچول شوی وو چې په پایله کې یې، د وسله والو طالبانو برید له ماتې سره مخ شو.

خبرپاڼه که راغلي چې د دې نښتې په پایله کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور یې هم ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې همداشان راغلي چې د وسله والو طالبان په دې برید کې همداشان ۸ تنه امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

خبریال: عنایت‌الله خلیق

 

خواندن 11 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ