د کندز ښاروالۍ د مشورتي شورا نوې ودانۍ پرانیستل شوه 

د کندز ښاروالۍ د مشورتي شورا نوې ودانۍ پرانیستل شوه 

د کندز د ښاروالۍ د مشورتي شورا نوې ودانۍ، د ولایت د والي او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د کندز د شورا مرستیال ذبیح الله مجیدي وایي چې دا ودانۍ د «یو ان هیبیتات» دفتر د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.

د ښاغلي مجیدي په وینا دا ودانۍ د دو میاشتو په موده کې په یو پوړیز ډول جوړه شوې ده.

مجیدي همداشان زیاته کړه چې دا ودانۍ په اساسي او پخه بڼه جوړه شوې او سربېر پر دې چې په کې کار خونې شتون لري، د ناستو او راټولېدنو لپاره یو تالار هم لري.

 

خبریال: عنایت‌الله خلیق

 

خواندن 47 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ