کندز کې د هدفې وژنو او انسان تښتونې په تور ۳ تنه نیول شوي 

کندز کې د هدفې وژنو او انسان تښتونې په تور ۳ تنه نیول شوي 

د کندز ملي امنیت درې تنه د هدفې وژني او انسان تښتونې د پېښو په تړاو نیولي دي.

د کندز والي عبدالجبار نعیمي په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې د ې کسانو په تېره یوه میاشت کې د درېو پولیسو او یو ځوان د وژنې لاس پورې کړی وو له دې ډلې څخه یو ۲ سرتېري شهیدان شوي وو.

د کندز والي همداشان وایي چې نیول شوي کسان د کندز د یو تن پانګوال د زوي د تښتونې په پېښه کې هم لاس لري چې څه موده مخکې د ملي امنیت له لوري خوشي او عاملین یې تښتېدلي وو.

د کندز والي وایي، د تېرې یوې میاشتې په درشل کې یې د کندز ښار په اړوندو سیمو کې د انسان تښتونې دوې پېښې شنډې کړې وې او تښتول شوي ماشومان یې هم د انسان تښتونکو له منګولو څخه را خوشي کړي وو.

 

خبریال: عنایت‎الله خلیق

 

خواندن 46 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ