کندز کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

کندز کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د کندز ولایت په چهار دره ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په پایله کې یوشمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او همداشان یې یوشمېر وسلې او مهمات هم د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري وایي چې دا نښته تېره شپه د کندز ولایت چهار درې ولسوالۍ په « شاغاسي» کلي کې رامنځته شوې چې په پایله کې یې ۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ تنه نور یې هم ټپیان شوي دي.

د ښاغلي تیموري په وینا د وژل شویو کسانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي او همداشان یو مېل راکټ انداز له پنځو مرمیو سره د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

 

خبریال: عنایت الله خلیق

 

خواندن 9 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ