د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر صفر محمد اکبري د دې پېښې لامل شخصي شخړې په ګوته کوي.
اکبري زیاتوي چې دا پېښته تېره ورځ مازدیګر مهال پنځه بجې، د خان آباد، تخار لویې لارې په اوږدو سیل بر ملا کریم په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې ډېرې غیر مسووله وسله والې ډلې فعالیت لري، چې دا ډلې ځينې مهال د شخصي شخړو له امله یو له بل سره نښته کوي او په دې ولسوالۍ کې د نا امنو لامل ګرځي.
خبریال: عنایتالله خلیق