د ۲۰ مې فرقې ویاند جګړن غلام حضرت کریمي شمال بیان ته وویل، چې دا عملیات د شنبې شپې په دو بجو پیل شوي او تراوسه هم دوام لري.
د ښاغلي کریمي په وینا د دې عملیاتو په پایله کې د وسله والو طالبانو د دو قوماندانو ملا شیرعلم او ملا اجمل په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یتیم یک او یتیم دو، حاجي غیور، سرخکان او سجاني کلي هم د هغوی له شتون څخه چڼ شوي دي.
ښاغلي کریمي همداشان زیاته کړه په دې عملیاتو کې همداشان د وسله والو طالبانو له لوري ۴ کړۍ ځای پرځای شوي ماینونه شنډ، درې پټنځایونه یې ویجاړ او یو عراده سراچه ډوله موټر یې هم لمنځه وړل شوی دی.
د وسله والو طالبانو په وړاندې د دولت له اوربند وروسته، د ملي اردو د ځانګړو ځواکونواو د ملي امنیت د ۰۹ځانګړې قطعې د ځواکونو لومړني عملیات دې چې د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې ترسره کیږي.
خبریال: عنایت الله خلیق