په کندز کې د جنایي جرمونو په تړاو ۷ تنه نیول شوي 

په کندز کې د جنایي جرمونو په تړاو ۷ تنه نیول شوي 

د کندز پولیسو د دې ولایت له ښار څخه اووه تنه د وژنې، جنسي تېري، غلا او جعل کارۍ په تړاو نیولي دي.

د کندز امنیې قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني وایي چې د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې پولیسو دا کسان د روانې اونۍ په لړ کې د ښار د لومړۍ، دوېمې او درېمې حوزو په اړوندو سیمو کې نیولي دي.

د ښاغلي نورستاني په وینا نیول شوي کسان د پولیسو تر څيړنو لاندې دي او له څیړنو وروسته بیا عدلي بنسټونو ته ورپیژنل کیږي.

 

خبریال: عنایت‌الله خلیق

 

 

خواندن 57 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ