کندزکې تریاک او تیزاب نیول شوي 

کندزکې تریاک او تیزاب نیول شوي 

د کندز پولیس د څلورنیم کیلو ګرامه تریاکو او ۱۶۵لیتره تیزابو له نیول کېدو څخه خبر ورکوي چې په هغې کې د هېروئینو د تولید په برخه کې ورڅخه ګټه پورته کیږي.

د کندز امنیې قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني وایي چې د دې موادو د قاچاق په تړاو څلور تنه هم نیولي دي.

د ښاغلي نورستاني په وینا، نوموړي مواد او تورن کسان په دو جلا پېښو کې د کندز ـ علي آباد او کندز ـ خان آباد لویې لارې په اوږدو کې د پولیسو لاس ته لویدلي دي.

 

خبریال: عنایت‌الله خلیق

 

خواندن 13 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ