کندز کې ۹ تنه نیول شوي 

کندز کې ۹ تنه نیول شوي 

په کندز کې د غلا او لارو لوټولو په تړاو یوه ۹ کسیزه ډله نیول شوې ده.

د کندز امنیې قوماندان مل پاسوال عبدالباقی نورستانی وایي چې دې کسانو د کندزـ تخار، کندزـ شیرخان بندر او کندزـ بغلان لویې لارو په اوږدو کې د سیمې د اوسېدونکو او مسافرینو توکي غلا کول، چې تېره ورځ له غرمې مخکې د لومړۍ حوزې پولیسو او د کندز امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري ونیول شول.

د کندز امنیې قوماندان د دې ډلې د غړو نیول کېدل د نوموړو سیمو د امنیت په برخه کې ګټور ګام یادوي وایي چې د نیول شویو کسانو له لومړیو څيړنو وروسته هغوی عدلي او قضایي بنسټونو ور پيژندل کيږي.

 

خبریال: عنایت الله خلیق  

 

خواندن 60 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ