په کندز کې له یو شمېر جګړه ځپلو کورنیو سره نقدي مرسته وشوه 

په کندز کې له یو شمېر جګړه ځپلو کورنیو سره نقدي مرسته وشوه  مطلب ویژه

دولت په کندز کې له یو شمېر جګړه ځپلو کورنیو سره نقدي مرسته وکړه.

هغه ۶۴ کورنیو چې د کندز ولایت په وروستیو جګړو کې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او یا ټپیان شوي دي، د افغانستان حکومت د اجرائیه ریاست له لوري یې نقدي مرستې ترلاسه کړې.

د ملي یووالي اجرائیه ریاست سلاکار عبدالحکیم حامدي چې د دې مرستې د وېشلو په موخه کندز ولایت ته راغلی، وایي چې دا نقدي مرسته ټولټال شپږمیلیونه او اووه سوه زره افغانۍ وه چې پر ۶۴ جګړه ځپلو کورنیو باندې ووېشل شوه.

د ښاغلي حامدي په وینا د شهیدانو هرې یوې کورنۍ ته سل زره افغانۍ او د ټپیانو هرې یوې کورنۍ ته بیا پنځوس زره افغانۍ نقدي مرسته وېشل شوې دي.

 

خبریال:عنایت الله خلیق

 

خواندن 58 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ