د سولې کاروان کندز ولایت ته راورسېد 

د سولې کاروان کندز ولایت ته راورسېد  مطلب ویژه

د افغانستان د سولې غوښتوونکو وګړو کاروان غړو چې له کابل څخه بلخ ولایت ته د پلي مزل هوډ کړی دی، تېره ورځ جمعه له بغلان څخه کندز ولایت ته راورسېدل.

د کندز ښار یوشمېرسپین ږیرو، مدني فعالانو، ځوانانو، نجونو او اوسېدونکو د دې ولایت په دروازه کې له دې کاروان څخه تود هرکلی وکړ او له دې کاروان سره د کندز په ښار کې پلی مزل پیل کړ.

د سولې کاروان غړو د کندز ښار په یو جومات کې د یوې راټولېدنې په ترڅ کې په افغانستان کې د جګړې په درولو او د سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ.

تمه ده چې د دې کاروان غړي، بېرته بغلان ولایت ته ولاړ شي او له هغې ځای څخه بلخ ولات پلی مزل پیل کړي.

 

خبریال: عنایت الله خلیق 

 

خواندن 39 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ