په کندز کې د سیمه یییزو پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۲۰ تنه فارغ شول 

په کندز کې د سیمه یییزو پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۲۰ تنه فارغ شول 

په کندز کې مېښت د پامیر شلمې فرقې قوماندان برید جنرال حیات الله آقتاش وایي چې دې سرتیرو او برید ملانو څلور میاشتې په ګڼو پوځي برخو کې زده کړې ترلاسه کړې دي.

د ښاغلي آقتاش په وینا دا ځواکونه په څلورو ټولیو کې تنظیم شوي او وروسته له دې به په شمال لویدیزو ولایتونو کې پر جګړه ییزو دندو ګمارل کېږي.

نوموړی زیاتوي چې له دې نویو جوړو شویو ځواکونو څخه به د ځانګړو دولتي تاسیساتو، مواصلاتي لارو د امنیت د خوندیتوب او په ناامنو ولسوالیو کې په دندو وګمارل شي.

د یادولو وړ ده چې دا ځواک د ملي دفاع وزارت په څوکاټ کې فعالیت کوي او د ملي اردو ځواکونو په څېر له ۷۵ سلنه امتیازاتو څخه لکه معاش د شهیدانو،ټپیانو او معلولینو له حقونو څخه برخمن دي.

 

خبریال: عنایت الله خلیق 

 

خواندن 39 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ