په کندز کې د هدفي وژنو په تور ۶ تنه نیول شوي 

په کندز کې د هدفي وژنو په تور ۶ تنه نیول شوي 

د کندز پولیسو د ترور او وژنې په تور ۶ تنه نیولي دي او ادعا کوي چې دوه تنه یې د پوځيانو او د کندز ولایت د اوسېدونکو په وژنو تورن دي.

د کندز د امنیې قوماندانۍ سرپرست او د امنیت امر سمونمل صفی الله محزون وایي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په تېرو دو ورځو کې هغه دوه تنه ترهګر نیولي دي چې د کندز ښار په اړوندو کې یې پوځیان او ملکي خلک ترور کول.

ښاغلی محزون زیاتوي چې همداشان جنایي پولیسو د کندز ښار د یو اوسېدونکي د وژني په تور څلور تنه نیولي دي.

د محزون په وینا د کندز ولایت دا اوسېدونکی څه موده مخکې د درېمې امنیتي حوزې په اړوندو کې د چړې په ګوزارونو سره وژل شوی وو.

 

خبریال: عنایت الله خلیق 

 

خواندن 37 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ