په کندز کې د شهید جنرال رازق د څلور لارې او څلې د جوړېدو چارې پيل شوې

په کندز کې د شهید جنرال رازق د څلور لارې او څلې د جوړېدو چارې پيل شوې

په کندز کې د شهید جنرال عبدالرازق د څلورلارې او څلې د جوړېدو چارې د دغه ولایت د والي، یوشمېر دولتي چارواکو، د ولایتي شورا غړو او مدني فعالانو له لوري د دې ولایت د سر دوره په ښارګوټي کې پیل شوې.

د کندز دښار جوړنې رئییس انجنیرمحمدهارون عرض بیګي وایي چې د دغه څلور لارې جوړېدو چارې به تر دو نورو میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هغه وایي چې پر دې څلور لارې څه باندې څلوېښت زره امریکایي ډالر لګښت راځي، چې د شهید جنرال اڅکزي د کورنۍ له لوري ورکول کېږي او د جوړېدو چارې به یې د دې ولایت د ښار جوړنې ریاست تر څار لاندې وي.

د کندز والي عبدالجبار نعمیي، د دې ترڅنګ چې د هېواد د دفاع په لار کې د ټولو شهیدانو په ځانګړي توګه د شهید جنرال عبدالرازق اڅکزي روح ته دعا وکړه، د هغې له کورنۍ څخه یې مننه وکړه چې د دې څلورلارې او ښکلې څلې په جوړېدو سره یې چې د خپل اتل بچې نوم او غوره چارې تل پاتې کړې، همداسې یې د کندز ولایت څېرې ته ښکلا ور وبښله.

مخکې له دې د کندز هوایي ډګر سړک د شهید جنرال عبدالرازق په نوم نومول شوی وو، او تمه ده چې دا څلور لارې د ۷۷۰ متر مربع ځمکې  او څلی یې د ۱۷ متره په اوږدوالي سره پر دې سړک جوړ شي.

 

خبریال:عنایت‌الله خلیق

 

خواندن 28 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ