په کندوز کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

په کندوز کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د یو هوایي برېد په لړ کې د دولت ضد اتلسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کندوز کې د پامیر۲۰مې فرقې درستیزوال برید جنرال سید قربان موسوي وایي، چې تېره ورځ له غرمې وروسته کابو دوې بجې د امام صاحب ولسوالۍ په کنجک کلي کې د هوایي ځواکونو A29 الوتکې د برېد په پایله کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۰ تنه نور یې ټپیان شوي، څه باندې لس میله بېلابېله وسله او د وسله والو طالبانو د دوه پټنځایونه او د سوق او ادارې یو مرکز په بشپړ ډول لمنځه وړل شوي دي.

نوموړی وایي که طالبان د سولې له بهیر سره یوځای نشي امنیتي ځواکونه به یې سږکال د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترسره کولو سره به یې لمنځه یوسي.

 

خبریال: عنایت الله خلیق 

 

خواندن 19 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ