په کندز کې د طالبانو بریدونه له ماتې سره مخ شوي 

په کندز کې د طالبانو بریدونه له ماتې سره مخ شوي 

د کندز ولایت په اړوندو سیمو کې له شاوخوا یوې شپې جګړې وروسته د وسله والو طالبانو بریدونه پرشا وتمبول شو او د کندوز اوسېدونکو نن سهار په یوه ډاډمنه فضا کې پیل کړو.

د پامیرشلمې فرقې درستیزوال، جنرال سید قربان موسوي وایي چې طالبانو د شنبې شپې شاوخوا ۲بجې پر دری سوه فامیلیو، زرخرید، چرخاب، لودین، ګل تپه، شینوارو سیمو او د کندوز ښار پر یو شمېر سیمو خپل بریدونه پيل کړل چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.

د ښاغلي موسوي په وینا، د وسله والو طالبانو بریدونه د کندوز په ټولو برخو کې له ماتې سره مخ او پر شاتمبول شوي او هغوی اوس مهال په دې ولایت کې د جګړه ییزو سیمو او کورونو د تصفیې او تلاشۍ په حال کې دي.

په دې جګړو کې وسله والو طالبانو، امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره یې تراوسه په ډاګه نده.

 

خبریال: عنایت الله خلیق 

 

خواندن 63 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ