کندوز کې ځوانانو د دې ولایت پوهنې ریاست ته د کتابونو راټولولو کمپاین پیل کړی 

کندوز کې ځوانانو د دې ولایت پوهنې ریاست ته د کتابونو راټولولو کمپاین پیل کړی  مطلب ویژه

د کندوز یو شمېر ځوانانو د کتاب د راټولولو د کمپاین په لړ کې ۳۰۰۰ جلده د ښوونځي کتابونه راټول او د دې ولایت معارف ته یې تسلیم کړل.

د دې کمپاین یو ترسره کوونکی، عبدالباسط ایماق وایي چې دا خپرونه یې شاوخوا یوه میاشت مخکې پیل کړې وه.

د ښاغلي ایماق په وینا، د دې خپرونې په لړ کې رضاکاره ځوانان کورپه کور لاړل او هغه کتابونه یې راټول کړل چې په کورنیو کې ترې ګټه نه پورته کېدله.

ایماق زیاتوي، راټول شوي کتابونه ډېری هغه کتابونه دي چې کلونه مخکې د پوهنې ریاست لخوا پر زده کوونکو باندې ویشل شوي و خو د کال په پای کې دا کتابونه بېرته ښوونځیو ته تسلیم شوي نه و او یا هم هغه کتابونه چې کورنیو د درسي کتابونو د نشتون له امله له ښار څخه رانیولي و او اوس مهال په کورونو کې بې ګټې پراته و.

د کندوز د پوهنې رئیس، نجیب الرحمان د درسي کتابونو نه شتون د دې ولایت د پوهنې ریاست کې لویه ستونزده یاده کړه او له دې خپرونې څخه یې ملاتړ وکړ.

په پام کې ده چې دا کمپاین دوام پیدا کړي.

 

خبریال: عنایت الله خلیق 

 

خواندن 3 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ