په کندوز کې دوه تنه له څه باندې لس کیلو ګرامه هیروئینو سره نیول شوي

په کندوز کې دوه تنه له څه باندې لس کیلو ګرامه هیروئینو سره نیول شوي مطلب ویژه

د کندوز پولیسو دوه تنه چې څه باندې لس کیلو ګرامه هیروئین یې له تخار ولایت څخه بغلان ته قاچاق کول، نیولي دي.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند، انعام الدین رحماني وایي چې دې دو کسانو لس نیم کیلوګرامه هیروئین په یوه کرولا ډوله موټر کې ځای پرځای کړي و او له تخار ولایت ولایت څخه یې بغلان ته وړل.

رحماني زیاتوي، چې دا کسان تېره ورځ له غرمې وروسته د علي اباد ولسوالۍ په کیسه توپک امنیتي پوسته کې د پلټنې پرمهال د امنیتي ځواکو لخوا تر پېژندنې وروسته له مخدره توکو سره یوځای ونیول شول.

 

خبریال: عنایت الله خلیق 

 

خواندن 44 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ