آلمان د سمنګان ۲ ښوونځیو ته ودانۍ جوړوي

آلمان د سمنګان ۲ ښوونځیو ته ودانۍ جوړوي

آلمان هېواد د ۸۵۳ زره یورو په لګښت د سمنګان ولایت مرکز (اجانی ملکه) او (کهنۀ ایبک) ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړي.

د سمنګان ولایت اقتصاد رئیس زمان‌‌الله عبید نن شمال بیان ته وویل چي (اجانی ملکه) ښوونځي ته دوه دوه پوړلیزې ودانۍ جوړیږي چې هره یوه به یې ۱۳ درسي خوني ولري، خو د (کهنهٔ ایبک) ښوونځي لپاره یوه ودانۍ په دوو پوړو کې جوړیږي چې ۱۳ درسې او ۲ اداري خوني به ولري.

ښاغلي عبید زیاته کړه چې د دغو ودانیو د جوړولو چارې به په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

د سمنګان ولایت اقتصاد رئیس د دغو ودانیو د جوړولو چارو د پيل کره نېټې په هکله څه ونه ویل خو زیات کړه چې د دغو ودانیو په جوړېدو سره به د درسي مناسبت ځای د نشتون له امله د زرګونو زده کوونکو ستونځې هوارې شي.

 

خبریال: عبدالحی همدرد

خواندن 36 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ