د سمنګان د کار او ټولنیزو چارو ریاست یوه سروې په لاره اچولې 

د سمنګان د کار او ټولنیزو چارو ریاست یوه سروې په لاره اچولې 

د سمنګان ولایت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست د دغه ولایت په مرکز او ۶ ولسوالیو کې یوه سروې په لاره اچولې او هوډ لري څو د هغې له لارې څخه د خلکو اړینو اړتیاوو او حرفې ترلاسه کړي چې د کار په بازار کې پلورونکي لري.

د سمنګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس کرام الدین برفکي وویل چې هغوی دا سروې د دې لپاره په لاره اچولې څو د ترسره شوې سروې پایلې، یو شمېر حرفوي اړینې خپرونې په لاره واچوي.

هغه زیاته کړه چې همدا اوس د دې ولایت یو شمېر اوسېدوونکي د خیاطۍ، شال او غالیو اوبدلو بوخت دي او هغوی هڅه کوي څو د دغه زده کړو ترڅنګ، د دغه ولایت وګړو ته یو شمېر نورې حرفوي زده کړې هم برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې د سمنګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د دغه ولایت څه باندې ۲۲۰ اوسېدوونکو ته د حرفوي زده کړو په برخه کې زمینه برابره کړې ده.

 

خبریال : عبدالحی همدرد

خواندن 29 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ