د سمنګان ولایت د ټولګټو رئیس انجنیر همایون ابراهیم خېل وویل چې تېره شپه په خرم سارباغ ولسوالۍ کې د ورښتونو او د سمنګان سیند کې د سېلابونو راوتلو له کبله د سمنګان ـ بلخ لویه لار د ترافیکو پرمخ ټړل شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د دغه سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته ځاني زیانونه نه دې اوښتې خو دواړو خواو ته د لسګونه مسافر وړونکو موټرو د تم پاتې کېدو لامل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه سېلابونو، د ایبک ښار په منځ کې د یوه پول ځینې برخې هم ویجاړې کړې دي.
خبریال: عبدالحی همدرد