سمنګان کې ښځینه او نجونو ته یوه ښوونیزه خپرونه په لاره واچول شوه 

سمنګان کې ښځینه او نجونو ته یوه ښوونیزه خپرونه په لاره واچول شوه 

د ملګرو ملتونو علمي فرهنګي سازمان( یونسکو) نن د سمنګان ولایت ۱۵۴ تنه ښځینه او نجنونو ته د حرفې د زده کړې زمینه برابره کړه.

د سمنګان ولایت د پوهنې ریاست د لیک او لوست امر فیروز الدین احمدي وویل چې دا کسان د ایبک او د سمنګان ولایت دره صوف بالا ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې د ۳ میاشتو لپاره به د خیاطۍ، مچی روزنې، چرګانو روزنې  او لبنیات په برخو کې روزنې ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه، دا ښوونیزه خپرونه په علمي او نظري ډول پرمخ وړل کېږي او یونسکو دفتر دې کسانو ته په دې خپرونه کې د کار توکي، چې په کې ۹۰ پایې د خیاطۍ ماشینونه، دیګونه، د اوبو سطلونه او د مچی روزنې توکي وېشلي دي.

د سمنګان ولایت د لیک او لوست امر، د دغه خپرونې د لګښت په اړه څخ ونه ویل، خو زیاته یې ګړه چې هڅې روانې دي څو د دغه ۳ میاشتینی خپرونه د شپږو نورو میاشتو لپاره هم وغځوي.

د یادولو وړ ده چې، هغه کسانو چې په دې خپرونه کې ګډون کړی وو مخکې له دې یې هم د لیک او لوست په یو ۹ میاشتیني ښوونیز کورس چې د (یونسکو) دفتر په مرسته په لاره اچول شوی وو ګډون کړی وو.

 

خبریال: عبدالحی همدرد

 

 

 

خواندن 36 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ