سېلابونو د سمنګان ولایت خلکو ته زیانونه اړولي 

سېلابونو د سمنګان ولایت خلکو ته زیانونه اړولي 

د سمنګان ولایت په مرکز ایبک او خرم او سارباغ ولسوالۍ کې سېلابونو د دې ولایت د خلکو کرنیزو ځمکو، بڼونو او د استوګنې کورنو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د سمنګان ولایت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې رئیس رجب علي یوسفي وایي چې خلکو ته د اړول شویو مالي زیانونو شمېر تراوسه معلوم شوی نه دی، خو سیمو ته د سروې ډلې لیږل شوې دي.

په همدې حال کې د سمنګان ولایت د ټولګټو چارو رئیس انجنیر ضیا همایون ابراهیم خېل وایي چې د سېلابونو راوتلو له امله د دې ولایت ډېری مواصلاتي لارې هم تړل شوې وې، خو دا لارې د دې ادارې د کارکوونکو له لوري بېرته د تګ او راتګ لپاره خلاصې شوې دي.

د شمال زون په ځینو نورو ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

 

خبریال: عبدالحی همدرد

 

 

خواندن 33 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ