سمنګانو کې ۳ کړۍ بوشکه یې ماینونه کشف او شنډ شول 

سمنګانو کې ۳ کړۍ بوشکه یې ماینونه کشف او شنډ شول 

د سمنګان پولیسو تېره ورځ د دې ولایت مرکز ایبک ښار منقوتن کلي کې درې کړۍ ریموت کنترول بوشکه یې ماینونه کشف او لمنځه یوړل.

د سمنګان د پولیسو د مطبوعاتي چارو مسوول عبدالمنیر رحیمي وایي چې نوموړي ماینونه د ایبک ښار منقوتن کلي د لویې لارې په اوږدو کې د امنیت د ګډوډولو او امنیتي ځواکونو ته د زیان رسولو په موخه ځای پرځای شوي وو، چې مخکې له چاودنې د پولیسو له لوري کشف او لمنځه یوړل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه پېښې په تړاو تراوسه کوم څوک نه دي نیول شوي خو په اړه یې لومړنۍ څېړنې پیل شوي دي.

 

خبریال: عبدالحی همدرد 

 

خواندن 9 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ