د سمنګان د سکرو په عوایدو کې ډېروالی راغلی 

د سمنګان د سکرو په عوایدو کې ډېروالی راغلی 

د سمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ د سکرو د کان عواید د تېرکال د شپږو میاشتو په پرتله ۳۰۰ میلیونه افغانۍ لوړ شوي دي.

د سمنګان د والي ویاند محمد صدیق عزیزي وایي چې د دې ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ د سکرو له کان څخه شاوخوا یو نیم ملیارد افغانۍ د دولت خزانې ته ور زیات شوي دي چې د تېر کال د شپږو میاشتو په پرتله ۳۰۰ میلیونه افغانۍ په کې ډېروالی راغلی دی.

دا عواید، د سمنګان ولایت د درصوف بالا ولسوالۍ د دهانه ی تورو شباشک کان څخه ترلاسه شوي دي.

 

خبریال: عبدالحی همدرد 

 

خواندن 17 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ