په سمنګانو کې د سیلابونو له امله ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی 

په سمنګانو کې د سیلابونو له امله ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی 

په سمنګان ولایت کې وروستیو سیلابونو ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سمنګان ولایت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې رئیس، صبغت الله سیاس نن وويل، هغه سیلابونه چې د ډېرو ورشتونو له امله د دې ولایت په خرم سارباغ، دره صوف پایان او حضرت سلطان ولسوالیو کې راغلي دي په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي وويل، چې په دې پېښه کې ۱۵ د استوګنې کورونه هم ویجاړ شوي دي.

ښاغلي سیاس، همداشان زیاته کړه چې وروستیو سیلابونو په دې ولایت کې ۴۰۰ راس څاروي او څه دې پاسه ۷۰ جریبه ځمکه لمنځه وړي دي.

د دې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا د کورونو سروې ترسره شوې او په پام کې ده چې نژدې راتلوونکي کې پر زیانمنو شویو کورنیو خوراکي او نقدي مرستې ووېشل شي.

 

خبریال: عبدالحی همدرد 

 

 

خواندن 57 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ