هند په سرپل ولایت کې د وروستیو جګړو د شهیدانو ماشومانو ته مرستون جوړوي 

هند په سرپل ولایت کې د وروستیو جګړو د شهیدانو ماشومانو ته مرستون جوړوي 

د سرپل ولایت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رئیس وایي چې هند هېواد ۳ میاشتې مخکې په دې ولایت کې د یو مرستون چارې پیل کړې چې وروسته له بشپړیدو سره به یې د دغه ولایت د وروستیو جګړو د شهیدانو ۲۰۰ بې پلاره ماشومان په دې مرکز کې تر ښوونې او روزنې لاندې راشي.

محمد هاشم عمري شمال بیان ته وایي چې دا مرستون د ۴۷۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د راتلوونکي کال تر میزان میاشتې پورې جوړیږي چې په کې د خوب ځای، پرمختللې طعام خانه، شنې سیمې، پارک او د لوبو لپاره توکي، درسي ټولګي، اداري برخه او نور اړین توکې ورته په پام کې نیول شوي دي.

د سرپل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مخکې له دې هم د ملي پیوستون پروګرام له لوري د دغه ولایت د مرکز په کینتي قاضي کلي ښار په دویمه سیمه کې د یو باب وړکتون له جوړیدو څخه خبر ورکړی وو.

 

 

خبریال: محمدیونس نعیمي 

خواندن 73 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ