نوي کال کې په سرپل کې روږدو کسانو ته امن کورجوړیږي

نوي کال کې په سرپل کې روږدو کسانو ته امن کورجوړیږي

په سرپل ولایت کې د مخدره توکو پرضد مبارزې رئيس، په مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر د زیاتېدو خبر ورکوي وايي چې په نوي هجري لمریزکال کې د هېواد د مخدره توکو پرضد مبارزې وزارت له لوري په دې ولایت کې هغو ته یو امن کور جوړیږي.

ډاکټرحمیدالله حمید شمال بیان ته وویل چې د ولسي سرچینو د شمېرو له مخکې، په دې ولایت کې څه باندې ۱۰ زره روږدي کسان شتون لري.

نوموړي زیاته کړه چې په سرپل ښار کې هم په مخدره توکو شاوخوا ۴۰۰ اخته کسان موجود دي او دغه شمېرې په دې ولایت کې د روږدو کسانو په شمېر کې د ۵۰ سلنه زیاتېدو ښکارندویی کوي.

ښاغلي حمید همدارنګه وویل چې له سړکونو او کوڅو څخه د روږدو کسانو د راټولو او په تدریجي ډول د هغو د درملنې په خاطر، په نوي لمریزکال کې  د هېواد مخدره توکو پرضد مبارزې وزارت له‌خوا د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د سرپل ښار دویمې ناحیې ورزشي لوبغالي ته څیرمه یوه دوه پوړیزه ودانۍ جوړیږي څو د ۲۰۰ تنو روږدو کسانو پکښې ساتنه او درملنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د چارواکو په وینا، په سرپل کې د روږدو کسانو د درملنې ۲۰ بستیز روغتون د فعالیت له پيل څخه تراوسه په دې روغتون کې څه باندې ۵۰۰ روږدي کسان تردرملنې لاندې نیول شوي او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

 

خبریال: محمد یونس نعیمي 

خواندن 36 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ