په سرپل کې مدني ټولنې او رسنیو د ټاکنو له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ 

په سرپل کې مدني ټولنې او رسنیو د ټاکنو له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ 

د سرپل ولایت د مدني ټولنو غړو تېره ورځ د دې ولایت د ټاکنیزو چارو ریاست له کارکوونکو سره د یوې ګډې غونډې په ترڅ کې، د ټاکنو خپلواک له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د سرپل ولایت د ټاکنیزو چارو رئیس عزیز احمد رسولي، د نوموړې ګډې ناستې موخه د ټاکنو بهیر د پیل په اړه د معلوماتو شریکول، د کمېسیون او مدني ټولنو ترمنځ همکاري او ددغه ملي بهیر د روڼتوب څخه د ناظرانو او شاهدانو له مدني فعالانو او رسنیو څار په ګوته کړ او همداشان یې د عامه پوهاوي په برخه کې د مدني ټولنو او رسنیو ونډه اغېزناکه وبلله.

هغه د دغه ناستې له ګډونوالو څخه وغوښتل څو د دغه بهیر په پرمختللو کې د دغه ولایت له ټاکنیزو چارو ریاست سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې د مدني ټولنو رئیس آتیلانوري د ټاکنو له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او له دولت څخه یې وغوښتل څو د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدو ته یوه غوره زمینه برابره کړي.

د ټاکنیزو چارو رئیس په وینا، له کره څيړنې وروسته د دغه ولایت په کچه ۱۴۹ د رایې ورکوونې مرکزونه تثبیت شوي دي او په دې مرکزونو کې د روان کال د وري میاشتې د ۱۵ مې نیټې څخه د رای ورکوونکو نوم لیکنه په دو پړاونو کې پیلیږي.

 

خبریال : محمد یونس نعیمي 

خواندن 20 دفعه
این مورد را ارزیابی کنید
(0 رای‌ها)

مونږ سره یو ځای شئ